کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د دښمن ځپلو ته دوام ورکړي تر څو د افغانستان د خلکو بر حقو غوښتنو ته مثبت ځواب ورکړل شي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 12 جدی 1397 ساعت 21:12

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د ملي امنیت سلاکار ‌‌‌‌‌‌ډاکټر حمدالله محب نن مازیګر د ملي دفاع له سرپرست وزیر اسدالله خالد سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.



دې لیدنه کې پر بېلا بېلو موضوعاتو په ځانګړې توګه د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو د ظرفیت لوړوالي، د هوايي او ځمکنیو قواوو غوره تجهیز او تمویل او د احتمالي اوربند سربېره مختلفو نورو سناریو ته پر چمتووالي بحث وشو.
همدا شان لیدنه کې ټینګار وشو چې د هېواد امنیتي او دفاعي ځواکونه دې په بشپړې همغږۍ او انسجام، د دښمن ځپلو ته دوام ورکړي تر څو د افغانستان د خلکو بر حقو غوښتنو ته مثبت ځواب ورکړل شي.
‌‌ډاکټر حمدالله محب د هېواد له مېړنیو امنیتي او دفاعي ځواکونو د خلکو د ملاتړ قدر داني وکړه.
هغه وویل: اوس مهال د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونو له ملي ګټو او ارزښتونو د ساتنې برخه کې خپل ځای لا پیاوړی کړی دی.


د مطلب کود: 177090

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/177090/د-دښمن-ځپلو-ته-دوام-ورکړي-تر-څو-افغانستان-خلکو-حقو-غوښتنو-مثبت-ځواب-ورکړل-شي

آوا
  https://www.avapress.com