کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

افغانستان ملی امنیت سلاکار او دفاع وزارت سرپرست طالبانو سره احتمالي اوربند په اړه خبری کړي

14 جدی 1397 ساعت 14:47

ډاکټر حمدالله محب د افغانستان د ملي امنیت سلاکار او د دفاع وزارت سرپرست وزیر اسد الله خالد پرون مازدیګر له طالبانو سره د احتمالي اوربند په تړاو خبرې کړې دي.



د ملي امنیت شورا خبر پاڼه وایي چې دغه کتنه پرون مازدیګر د ملي امنیت سلاکار حمد الله محب په کاري دفتر کې شوې ده.
د ملي امنیت له لوري خپره شوې خبر پاڼه زیاتوي چې په دې لیدنه کې د هیواد د فاعي ځواکونو پر ظرفیت لوړونه، د هوایي او ځمکنیو ځواکونو په ښه تمویل او تجهیز د خبرو تر څنګ له طالبانو سره پر احتمالي اوربند هم هر اړخیزې خبرې شوې دي.
سرچینه زیاتوي چې په دې کتنه کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو ترمنځ په همغږۍ او د دښمن پر ځپلو هم ټینګار شوی تر څو د افغانستان د خلکو غوښتنو ته مثبت ځواب ورکړل شي. د خبر پاڼې په حواله، ښاغلي محب د افغانستان له زړورو امنیتي او دفاعي ځواکونو څخه د ولس د ملاتړ او همکارۍ له امله مننه کړې او زیاته کړې یې ده چې اوس د افغانستان ملي نظامي قوتونو د ملي ګټو او ارزښتونو د ساتنې په عرصه ځانکړی ځای خپل کړی دی.
 


د مطلب کود: 177170

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/177170/افغانستان-ملی-امنیت-سلاکار-او-دفاع-وزارت-سرپرست-طالبانو-سره-احتمالي-اوربند-په-اړه-خبری-کړي

آوا
  https://www.avapress.com