دخپریدو نیټه :جمعه ۱۴ جدی ۱۳۹۷ ساعت ۱۴:۴۷
د مطلب کود : 177170
افغانستان ملی امنیت سلاکار او دفاع وزارت سرپرست طالبانو سره احتمالي اوربند په اړه خبری کړي
ډاکټر حمدالله محب د افغانستان د ملي امنیت سلاکار او د دفاع وزارت سرپرست وزیر اسد الله خالد پرون مازدیګر له طالبانو سره د احتمالي اوربند په تړاو خبرې کړې دي.

د ملي امنیت شورا خبر پاڼه وایي چې دغه کتنه پرون مازدیګر د ملي امنیت سلاکار حمد الله محب په کاري دفتر کې شوې ده.
د ملي امنیت له لوري خپره شوې خبر پاڼه زیاتوي چې په دې لیدنه کې د هیواد د فاعي ځواکونو پر ظرفیت لوړونه، د هوایي او ځمکنیو ځواکونو په ښه تمویل او تجهیز د خبرو تر څنګ له طالبانو سره پر احتمالي اوربند هم هر اړخیزې خبرې شوې دي.
سرچینه زیاتوي چې په دې کتنه کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو ترمنځ په همغږۍ او د دښمن پر ځپلو هم ټینګار شوی تر څو د افغانستان د خلکو غوښتنو ته مثبت ځواب ورکړل شي. د خبر پاڼې په حواله، ښاغلي محب د افغانستان له زړورو امنیتي او دفاعي ځواکونو څخه د ولس د ملاتړ او همکارۍ له امله مننه کړې او زیاته کړې یې ده چې اوس د افغانستان ملي نظامي قوتونو د ملي ګټو او ارزښتونو د ساتنې په عرصه ځانکړی ځای خپل کړی دی.
 
https://avapress.com/vdciyyazut1ayz2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته