کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

فراه ولایتی شورا سرپرست: طالبان ۱۲ تنه تښتولی او ۲ تنه په شهادت رسولی دی/ فراه پولیسو ویاند: هیڅوک د طالبانو له لوری نه دی تښتول شوی

15 جدی 1397 ساعت 16:33

سیمه ایز مسؤولین په فراه ولایت کې وایی چی طالبان ۱۲ تنه ددی ولایت اوسیدونکې تښتولی او ۲ تنه په قتل رسولی دی.


 
شاه محمود نعیمی؛ د فراه ولایتی شورا معاون آوا خبرګزاری ته وویل: نن سهار هغه وخت چی ۱۲ تنه د دارآباد کلۍ اوسیدونکې فراه لوری ته حرکت په حال کې وو د طالبانو کمین سره مخ شو.
هغه زیاته کړه: طالبان ۱۲ تنه د ځان سره بیولی او ۲ تنه نور چی یو یی د فراه بشری سرچینو په ریاست کې مدیر دی په شهادت رسولی دی.
ښاغلی محمودی زیاته کړه: تراوسه دنورو باقی کسانو برخلیک نه معلوم.
په همدی حال کې، محب الله محب؛ فراه پولیسو ویاند ددی خبر په ردولو سره و آوا خبرګزاری ته وویل چی دا خبره بی اساسه او دروغ ده.
هغه زیاته کړه چی دا ۱۲ کسان اوس د امنیتی ځواکونو سره دی.
 


د مطلب کود: 177224

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/177224/فراه-ولایتی-شورا-سرپرست-طالبان-۱۲-تنه-تښتولی-او-۲-په-شهادت-رسولی-دی-پولیسو-ویاند-هیڅوک-د-طالبانو-له-لوری-نه-تښتول-شوی

آوا
  https://www.avapress.com