په کندهار ولایت کې سیمه ییز چاوراکي وایي له طالبانو سره په دغې شوې جګړه کې سرحدي پولیسو ته مرګ ژوبله ور اوښتې ده.
سپین بولدک کې طالبانو او سرحدی سرتیرو ترمنځ نښته رامنځته شوي
15 جدی 1397 ساعت 19:30
په کندهار ولایت کې سیمه ییز چاوراکي وایي له طالبانو سره په دغې شوې جګړه کې سرحدي پولیسو ته مرګ ژوبله ور اوښتې ده.
د کندهار ولایت رسنیز دفتر په یوه بیان کې ویلي، د سپین بولدک په ولسوالۍ کې د طالبانو او افغان سرحدي سرتیرو ترمنځ په نښته کې لږ تر لږ ۷ سرحدي سریتري وژل شوي دي، خبر پاڼه زیاتوي چې په دې نښته کې ۴ سرحدي پولیس هم ژوبل شوي دي.
په ورته وخت کې د کندهار ولایت رسنیز دفتر له لوري په خپاره شوي بیان کې د سرحدي پولیسو او طالب وسله والو تر منځ په جکړه کې د ۱۶ طالب جنګیالیو د وژل کیدو او ۱۱ نورو د ټپي کیدو خبر هم خپور شوی دی.
رسنیو ته د ځینو سرچینو له قوله داسي راپورونه هم رسیدلي دي چې ګواکې په یاده جګړه کې ۱۸ سرحدي سرتیري وژل شوي دي.
د دغې جګړې او تلفاتو په اړه یې تر اوسه طالبانو څه نه دي ویلي.
کندهار ولایت د افغانستان په جنوب کې یو له مهمو ولایتونو څخه دی چې په دې وروستیو کې یې له ځینو ولسوالیو د ناامنیو رپوټونه ورکول کیږي.
د مطلب کود: 177238