د کندهار ولایت رسنیز دفتر په یوه بیان کې ویلي، د سپین بولدک په ولسوالۍ کې د طالبانو او افغان سرحدي سرتیرو ترمنځ په نښته کې لږ تر لږ ۷ سرحدي سریتري وژل شوي دي، خبر پاڼه زیاتوي چې په دې نښته کې ۴ سرحدي پولیس هم ژوبل شوي دي.
په ورته وخت کې د کندهار ولایت رسنیز دفتر له لوري په خپاره شوي بیان کې د سرحدي پولیسو او طالب وسله والو تر منځ په جکړه کې د ۱۶ طالب جنګیالیو د وژل کیدو او ۱۱ نورو د ټپي کیدو خبر هم خپور شوی دی.
رسنیو ته د ځینو سرچینو له قوله داسي راپورونه هم رسیدلي دي چې ګواکې په یاده جګړه کې ۱۸ سرحدي سرتیري وژل شوي دي.
د دغې جګړې او تلفاتو په اړه یې تر اوسه طالبانو څه نه دي ویلي.
کندهار ولایت د افغانستان په جنوب کې یو له مهمو ولایتونو څخه دی چې په دې وروستیو کې یې له ځینو ولسوالیو د ناامنیو رپوټونه ورکول کیږي.