دخپریدو نیټه :يکشنبه ۵ اسد ۱۳۹۹ ساعت ۱۵:۲۵
د مطلب کود : 215522
سهیل شاهین: د طالبانو یو شمېر خوشې شوي بندیان بېرته نیول شوي
د افغانستان حکومت او طالبان پر یوه او بل تور پورې کوي چې د سولې او مخامخ خبرو پر وړاندې خنډونه جوړوي.
د سولې په اړه د بین‌الافغاني خبرو له پیل وړاندې، د افغان حکومت او طالبانو له‌خوا پر یوه او بل د تور لګولو دا لړۍ نسبت بل هر وخت ته زیاته شوې ده.
دواړه لوري پر یوه او بل تور پورې کوي چې ګنې د سولې د هغو هوکړو پر ضد ګام پورته کوي، کومې چې د تاوتريخوالي د کمېدو او جګړې د پای ته رسېدو لپاره لار هواروي.
په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر وايي، د ملي امنیت له‌خوا د دوی یو شمېر هغه بندیان بېرته نیول کېږي چې تازه له بنده خوشې شوي دي.
د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین په خپله ټویټرپاڼه لیکلي: "د ملي امنیت له‌خوا په خوشې شویو بندیانو چاپې وهل کېږي، نیول کېږي او بېرته زندانونو ته استول کېږي."
 
ښاغلی شاهین د حکومت د دې کار د ناوړه پایلو په اړه هم خبرداری ورکوي او زیاتوي، دوی خپلو خوشې شويو بندیانو ته ویلي چې په خپلو کورونو کې پاتې شي او د جګړې ډګر ته ستانه نه‌شي.
خو د افغانستان د ملي امنیت شورا بیا وايي، که څه هم طالب بندیانو سوګند ياد کړی چې بیا به جګړې ته نه‌ګرځي، خو یو شمېر یې بیا د خلکو پر ضد وسله‌ پورته کړې ده.
د ملي امنیت شورا ویاند جاوېد فیصل وویل: "طالبان باید په دې برخه کې خپل تعهدات عملي کړي. دوی ټول اسیران خوشې کړي، تاوتریخوالی کم کړي، جګړې ته د جنګیالیو د بېرته ګرځېدو مخه ونیسي او د سولې مخامخ خبرې ژر پیل کړي."

خو پخوانی طالب چارواکی او د افغانستان د ژغورنې لار شورا مشر سید اکبر اغا بیا وايي، وړاندې له دې چې د سولې لپاره رامنځته شوی فرصت جنجالي شي، دواړه لوري باید ملت ته د درېیمګړي په توګه رجوع وکړي.
هغه زیاته کړه: "ملت دلته ډېر سوځېدلی دی په دې اور کې، مالي او ځاني تاوان ملت ته رسېدلی دی، ملت کولای شي داسې ګام واخلي چې د افغانستان په ګټه وي. دواړه لوري دې له دې تېر شي چې خپله شخصي رایه په چا تحمیل کړي."
د افغانستان حکومت او طالبان داسې مهال پر یوه او بل د سرغړونو تورونه لګوي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې لیکلي، زلمی خلیلزاد د جولای په ۲۴مه له امریکا، کابل، دوحې، اسلام‌اباد، او اوسلو ته روان شوی دی.
اعلامیه زیاتوي "خلیل‌زاد به په دې سفر کې د بین‌الافغاني خبرو د پیل په اړه پر ټولو لورو فشار راوړي."
خلیلزاد داسې مهال سیمې ته سفر پیلوي چې ملګرو ملتونو د طالبانو په لیکو کې د بهرنیو وسله‌والو پر زیاتېدو اندېښنه ښودلې.
 
ملګرو ملتونو په خپل تازه راپور کې چې امنیت شورا ته‌یې استولی، د طالبانو په لیکو کې د پاکستاني طالبانو او القاعده ډلې په ګډون د بهرنیو جنګیالو یادونه کړې.
خو طالبانو بیا په یوه اعلامیه کې دا تورونه رد کړي دي.
د امریکا او طالبانو ترمنځ د شوې هوکړې یوه برخه همدا ده چې دا ډله به له نورو ترهګرو ډلو سره اړیکه پرې کوي، خو د افغان ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح په خپله ټویټرپاڼه لیکلي، طالبان د القاعده په ګډون له نورو ترهګرو ډلو سره پراخې اړیکې لري.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس
https://avapress.com/vdccipqii2bqsp8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته