دخپریدو نیټه :شنبه ۵ سنبله ۱۴۰۱ ساعت ۱۴:۵۳
د مطلب کود : 257693
سهیل شاهین: اسلامي امارت د نجونو د تعلیم مخالف نه دی
په قطر کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر مشر سهیل شاهین له «فاکس نیوز» سره په خبرو کې ویلي چې اسلامي امارت د نجونو د تعلیم مخالف نه دی.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: شاهین له فاکس نیوز سره په خبرو کې زیاته کړې، چې اوسمهال میلیونونه نجونې په لومړنیو ښوونځیو کې پر زده کړو بوختې دی او ښځې هم د پوهنې، لوړو زده کړو، عامې روغتیا او کورنیو چارو په وزارتونو کې په دندو بوختې دی.
 
له شپږم ټولګي څخه پورته د نجونو د ښوونځیو تړل، د ښځو د سیاسي مشارکت نشتوالی او د یوه ټول شموله حکومت جوړول دا مهال د نړیوالې ټولنې او اسلامي امارت تر منځ د لانجې له مهمو مسایلو څخه دي.
 
په افغانستان کې د اروپايي ټولنې استازي پرون ټینګار وکړ چې د نجونو د ښوونځیو پرانیستل یې لومړیتوب دی او تر څو چې دا کار نه وي شوی، په افغانستان کې به بشري حقونو ته درناوی نه دي شوي.
 
دا په داسې حال کې ده چې د اسلامي امارت چارواکو تل ویلي چې اوسنی حکومت ټول شموله دی، د شریعت په چوکاټ کې د ښځو حقونه مراعات شوي او د دیني علماوو له یووالي او د میکانیزم له چمتو کولو وروسته به د نجونو ښوونځي هم پرانیستل شي.
 
https://avapress.com/vdchwqnix23nm-d.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته