د بدخشان والي ویاند وایي، د یکشنبې پر ورځ له غرمې مخکې د دغه ولایت د کوهستان ولسوالۍ په شوکوه کلي کې پر یو شمېر کسانو د شګو د مینځلو پرمهال غر راوښویدلی او یو شمېر کسان یې لاندې کړي، چې شمېر یې تر دې دمه معلوم ندی.
په بدخشان کې یو شمېر کسان تر غره لاندې شوي
د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 16 جدی 1397 ساعت 16:58
د بدخشان والي ویاند وایي، د یکشنبې پر ورځ له غرمې مخکې د دغه ولایت د کوهستان ولسوالۍ په شوکوه کلي کې پر یو شمېر کسانو د شګو د مینځلو پرمهال غر راوښویدلی او یو شمېر کسان یې لاندې کړي، چې شمېر یې تر دې دمه معلوم ندی.
د بدخشان والي ویاند نیک محمد نظري زیاته کړې، چې په دې سیمه کې لسګونه کسانو کار کاوه او د شګې له منځلو یی سره زر ترلاسه کول.
چارواکي څرګندوي، چې له فیض آباد سره د دغه ولسوالۍ لار د واورې له کبله بنده ده؛ نو، ځکه تراوسه سیمې ته پر رسیدو ندي توانیدلي.
د مطلب کود: 177307