د بدخشان والي ویاند وایي، د یکشنبې پر ورځ له غرمې مخکې د دغه ولایت د کوهستان ولسوالۍ په شوکوه کلي کې پر یو شمېر کسانو د شګو د مینځلو پرمهال غر راوښویدلی او یو شمېر کسان یې لاندې کړي، چې شمېر یې تر دې دمه معلوم ندی.
د بدخشان والي ویاند نیک محمد نظري زیاته کړې، چې په دې سیمه کې لسګونه کسانو کار کاوه او د شګې له منځلو یی سره زر ترلاسه کول. چارواکي څرګندوي، چې له فیض آباد سره د دغه ولسوالۍ لار د واورې له کبله بنده ده؛ نو، ځکه تراوسه سیمې ته پر رسیدو ندي توانیدلي. سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)