کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په فاریاب کې د المار طالب ولسوال او د سرې قطعې قومندان وژل شوي

17 جدی 1397 ساعت 15:32

د ۲۰۹ شاهین قول اردو چارواکو په ډاګه کړې، چې افغان ځواکونو د فاریاب ولایت د المار ولسوالۍ طالب ولسوال او په دې ولایت کې د طالبانو د سرې قطعې قومندان حبیب نومی وژلي دي.



د دغې سرچینې د خبرپاڼې له مخې؛ د افغان ځواکونو په عملیاتو کې المار ولسوالۍ ته نومول شوی طالب ولسوال ملا سرور او د طالبانو د سرې قطعې د قومندان حبیب او دوه نورو قومندانانو په ګډون ۱۵ نور وسلوال طالبان وژل شوي دي.
دغه راز څرګنده شوې، چې په دې عملیاتو کې ۹ وسلوال طالبان ټپیان دي؛ یو شمېر مرکزونه او پټنځي یې هم ویجاړ شوي دي.
وسلوالو طالبانو تر دې دمه د دغې پېښې په اړه څه ندي ویلي.
 


د مطلب کود: 177374

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/177374/په-فاریاب-کې-د-المار-طالب-ولسوال-او-سرې-قطعې-قومندان-وژل-شوي

آوا
  https://www.avapress.com