په سرپل ولايت کې د کرنيزو ځمکو او د خلکو د کورونو د خوندي کولو په خاطر محافظتي ديوال جوړ شو .
په سرپل ولایت کې د کرنیزو ځمکو خوندي کولو لپاره محافظتي دیوال جوړ شو
19 جدی 1397 ساعت 18:39
په سرپل ولايت کې د کرنيزو ځمکو او د خلکو د کورونو د خوندي کولو په خاطر محافظتي ديوال جوړ شو .
د کليو د بيا جوړولو او پراختيا وزارت د ولسي تړون د ملي پروګرام د عامه اطلاعاتو د ادارې د معلوماتو له مخې خبر راکړ: دغه محافظتي ديوال د سرپل ولايت په مرکز پورې اړوند د غني ازبکيه په کلي کې د کليو د بيا جوړولو او پراختيا وزارت دولسي تړون د ملي پروګرام له خوا د يو ميليونو ۹۰۰ زرو افغانيو په لګښت جوړ شوى دى.
د دغه محافظتي ديوال په جوړولو سره د خلکو د استوګنې ١٩٨ کورونه او زراعتي ځمکې د سيلاوونو له ګواښونو څخه خوندي شول.
د مطلب کود: 177555