کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د سالنگ لویه لاره د 16 ساعتونو وروسته بیرته خلاصه شوه

22 جدی 1397 ساعت 13:56

د پروان ولایت سمیه ایز چارواکې نن شنبه(۲۲ جدی) ویلی دی چی سالنګ لویه لاره د ۱۶ ساعتونو بندیدو وروسته، بیرته د موترونو تللو او راتللو په وړاندی خلاص شوی دی.



د آوا په ګزارش سره، عبدالبصیر حبیبی، سالنګونو ساتنې او حفظ اداره مشر وایی: همدا اوس واوره اوریدنه دریدلی او دا لویه لاره نن سهار ۱۰ بجی د پاک کاری وروسته ترافیک په وړاندی پرانیستل شو.
هغه وایی چی یواځی نن سهار څلور برفکوچ په جنوبی سالنګ کې لاندی راغلی دی؛ خو خوشبختانه کوم تلفات نه دی درلودلی.
د سالنګونو ساتنې مشر په وینا، د واوری ضخامت په دی لویه لاره کې ۱ متر څخه ډیر شوی.
د سالنګونو ساتنې او حفظ مسؤول و موټر چلوونکو ته په دی لاره کې وایی او ټینګار کوی چی هغوی دی ژمنۍ وسایل د ځان سره ولری.
 


د مطلب کود: 177695

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/177695/د-سالنگ-لویه-لاره-16-ساعتونو-وروسته-بیرته-خلاصه-شوه

آوا
  https://www.avapress.com