د پلازمېنې کابل په ۹ ناحیه کې یوه درنه چاودنه شوې ده چې غږ یې د ښار لېرې برخو کې هم اورېدل شوی دی. لومړني رپوټونه وایي، په یوه موټر کې چاودېدونکي توکي ځای پر ځای شوي وو.
کابل کې درنه چاونه؛ لږ تر لږه ۴۰ کسان ژوبل شوي
د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 24 جدی 1397 ساعت 21:16
د پلازمېنې کابل په ۹ ناحیه کې یوه درنه چاودنه شوې ده چې غږ یې د ښار لېرې برخو کې هم اورېدل شوی دی. لومړني رپوټونه وایي، په یوه موټر کې چاودېدونکي توکي ځای پر ځای شوي وو.
د کورنیو چارو وزارت وایي، په دې چاودنه کې لږ تر لږه ۴۰ کسان ژوبل شوي دي.
ویل کېږي چې په دې برید کې د ښار په ۹مه ناحیه کې د ښار د "ګرین زون " یا خوندي شنه ساحه په نښه شوې ده. له سیمې رپوټونه وایي، چاودنې د دې سیمې د امنیتي کمربند په دروازه کې شوې ده.
تر دې دمه کومې وسله والې ډلې د دې برید مسوولیت نه دی منلی.
د مطلب کود: 177883