د کورنیو چارو وزارت وایي، په دې چاودنه کې لږ تر لږه ۴۰ کسان ژوبل شوي دي.
ویل کېږي چې په دې برید کې د ښار په ۹مه ناحیه کې د ښار د
"ګرین زون
" یا خوندي شنه ساحه په نښه شوې ده. له سیمې رپوټونه وایي، چاودنې د دې سیمې د امنیتي کمربند په دروازه کې شوې ده.
تر دې دمه کومې وسله والې ډلې د دې برید مسوولیت نه دی منلی.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)