کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

سرچینه: راتلونکو ټاکنو ته د اشرف غني دواړه مرستیالان ټاکل شوي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 25 جدی 1397 ساعت 16:45

د ولسمشر غني یوې باوري سرچینې ازادي راډيو ته وویل چې د نوموړي دواړه مرستیالان ټاکل شوي دي.



سرچینه وایي چې ولسمشر غني به له خپلو دوو مرستیالانو سره د ټاکنو په لوري لاړ شي.
له دې وړاندې د ولسمشر غني ویاندویانو ویلي وو چې سرور دانش به د نوموړي دوهم مرستیال وي او د د لومړي مرستیال د نوم په اړه یې د ازادي راډيو پوښتنې ته له ځواب ویلو ډډه وکړه.
خو ځینې سرچینې وایي چې د محمد اشرف غني لومړی مرستیال به عبدالله عبدالله یا صلاح الدین رباني وي.
خو د ولسمشرۍ ماڼۍ، اجرائیه ریاست او جمعیت ګوند په دې اړه څه نه دي ویلي.


د مطلب کود: 177925

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/177925/سرچینه-راتلونکو-ټاکنو-ته-د-اشرف-غني-دواړه-مرستیالان-ټاکل-شوي

آوا
  https://www.avapress.com