دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۵ جدی ۱۳۹۷ ساعت ۱۶:۴۵
د مطلب کود : 177925
سرچینه: راتلونکو ټاکنو ته د اشرف غني دواړه مرستیالان ټاکل شوي
د ولسمشر غني یوې باوري سرچینې ازادي راډيو ته وویل چې د نوموړي دواړه مرستیالان ټاکل شوي دي.

سرچینه وایي چې ولسمشر غني به له خپلو دوو مرستیالانو سره د ټاکنو په لوري لاړ شي.
له دې وړاندې د ولسمشر غني ویاندویانو ویلي وو چې سرور دانش به د نوموړي دوهم مرستیال وي او د د لومړي مرستیال د نوم په اړه یې د ازادي راډيو پوښتنې ته له ځواب ویلو ډډه وکړه.
خو ځینې سرچینې وایي چې د محمد اشرف غني لومړی مرستیال به عبدالله عبدالله یا صلاح الدین رباني وي.
خو د ولسمشرۍ ماڼۍ، اجرائیه ریاست او جمعیت ګوند په دې اړه څه نه دي ویلي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcgxu9qnak9uy4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته