کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

چارواکي: په بغلان کې ۹ وسله وال طالبان وژل شوي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 29 جدی 1397 ساعت 11:07

افغان کومانډو ځواکونو د بغلان د پلخمري ښار په ډنډ شهاب الدین سیمه کې عملیات ترسره کړي چې پکې ۹ وسله وال طالبان وژل شوي دي.



د بغلان والي عبدالحی نعمتي ازادي راډيو ته وويل چې دا عملیات د جمعې په ورځ په برياليتوب تر سره شول چې نه يوازې نهه وسله وال طالبانو پکې وژل شوي، بلکې یو شمېر وسلې او مهمات هم د افغان کوماندو ځواکونو لاس ته لوېدلي.
د ښاغلي نعمتي په وينا، په وژل شويو کې د طالبانو دوه لوړپوړي قوماندانان هم شامل دي.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
راپورونه وايي، په دې وروستيو کې د پلخمري ښار په ډنډ شهاب الدين سیمه کې د وسله والو طالبانو فعالیتونه زیات شوي دي
 


د مطلب کود: 178105

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/178105/چارواکي-په-بغلان-کې-۹-وسله-وال-طالبان-وژل-شوي

آوا
  https://www.avapress.com