کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د کانونو او پترولیم وزارت یو شمېر لويې پروژې داوطلبۍ ته وړاندې کوي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 29 جدی 1397 ساعت 13:34

د افغانستان د کانونو او پترولیم وزارت وايي، دوی یو شمېر لويې پروژې د پانګونې په هدف داوطلبۍ ته وړاندې کوي.



د کانونو او پترولیم وزارت ویاند قدیر مطفي نن ازادي راډیو ته وویل چې په دې کې د سمنګان، جبل سراج، کندهار او هرات ولایتونو د سمنټو، د کنړ د مرمرو او د ننګرهار ولایت د تالک ډبرو پروژې شاملې دي.
ښاغلي مطفي وویل، دغه پروژې به تر تړون تړلو دمخه په دقیق ډول وارزول شي.
د نوموړي په خبره، په دې سره به عواید لوړ او خلکو ته هم د کار زمینه برابره شي
 


د مطلب کود: 178116

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/178116/د-کانونو-او-پترولیم-وزارت-یو-شمېر-لويې-پروژې-داوطلبۍ-ته-وړاندې-کوي

آوا
  https://www.avapress.com