کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

بادغیس ولایت کې افغان ځواکونو چاڼییز عملیاتو کې ۴۸ تنه طالبان وژل شوی

30 جدی 1397 ساعت 12:01

د بادغیس ولایت په قلعه نو ولسوالۍ کې د افغان ځانګړو ځواکونو د چاڼیزو عملیاتو په پایله کې یې ۴۸ طالب جنګیالي وژلي او د سړک د غاړي ۹ کړۍ ماینونه یې شنډ کړي دي.



خبر پاڼه زیاتوي د بغلان ولایت د پلخمري لویې لارې د امنیت په پار د دغې لارې په اوږدو کې ځانګړو ځواکونو چاڼیز عملیات کړي ۶ نور طالب وسله وال یې وژلي دي.
د دغې خبر پاڼې پربنسټ د ننګرهار ولایت په حصارک ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو او عامو افغانانو پر ضد د بریدونو چمتو کوونکی قوماندان ګل محمد له خپلو ۱۰ نورو اورپکو سره وژل شوی دی. افغان ځواکونو په داسې حال کې طالبانو ته د دوی له لوري د دومره درنو تلفاتو د اوښتو خبرونه خپروي چې، د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو اترو  بهیر هم په لوړ او ځوړ روان دی، کله د سولې د راتګ لپاره هیله بښونکې او کله بیا مایوسونکي خبرونه خپریږي.
 


د مطلب کود: 178171

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/178171/بادغیس-ولایت-کې-افغان-ځواکونو-چاڼییز-عملیاتو-۴۸-تنه-طالبان-وژل-شوی

آوا
  https://www.avapress.com