کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د میدان وردګ چارواکي: د بهرنیو ځواکونو په بريد کې ۶ طالبان وژل شوي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 3 دلو 1397 ساعت 17:36

د میدان وردګ ولایت چارواکي مني چې تېره ورځ ناوخته په دغه ولایت کې د بهرنیو ځواکونو په بريد کې شپږ طالبان وژل شوي دي.



د دغه ولایت د والي د دفتر مطبوعاتي مسؤل محب‌الله شریفزي نن ازادي راډیو ته وویل چې دا پېښه د جلرېز ولسوالۍ د کهنه خمار سيمې د "کنډا" په غره کې شوې ده.
بل‌خوا د میدان وردګ د ولایتي شورا یوه غړي بیا ازادي راډیو ته ویلي چې وژل شوي کسان ټول ملکي وګړي وو چې د ښکار لپاره یادې سیمې ته تللي وو.
شریف‌الله هوتک وایي، په وژل شویو کې یو ۱۵ کلن هم شامل و.
وسله‌والو طالبانو او بهرنیو ځواکو تر اوسه په دې اړه څه نه‌دي ویلي.
 


د مطلب کود: 178428

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/178428/د-میدان-وردګ-چارواکي-بهرنیو-ځواکونو-په-بريد-کې-۶-طالبان-وژل-شوي

آوا
  https://www.avapress.com