دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۳ دلو ۱۳۹۷ ساعت ۱۷:۳۶
د مطلب کود : 178428
د میدان وردګ چارواکي: د بهرنیو ځواکونو په بريد کې ۶ طالبان وژل شوي
د میدان وردګ ولایت چارواکي مني چې تېره ورځ ناوخته په دغه ولایت کې د بهرنیو ځواکونو په بريد کې شپږ طالبان وژل شوي دي.

د دغه ولایت د والي د دفتر مطبوعاتي مسؤل محب‌الله شریفزي نن ازادي راډیو ته وویل چې دا پېښه د جلرېز ولسوالۍ د کهنه خمار سيمې د "کنډا" په غره کې شوې ده.
بل‌خوا د میدان وردګ د ولایتي شورا یوه غړي بیا ازادي راډیو ته ویلي چې وژل شوي کسان ټول ملکي وګړي وو چې د ښکار لپاره یادې سیمې ته تللي وو.
شریف‌الله هوتک وایي، په وژل شویو کې یو ۱۵ کلن هم شامل و.
وسله‌والو طالبانو او بهرنیو ځواکو تر اوسه په دې اړه څه نه‌دي ویلي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcf0cdycw6deja.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته