کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د پاکستان په بلوچستان ایالت کې یوه الوتکه لوېدلې

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 3 دلو 1397 ساعت 17:48

د پاکستان هوایي ځواکونو په یوې اعلامیه کې ویلي چې دا پېښه نن چهارشنبه داسې مهال وشوه چې «F-7PG» الوتکه په روزنیز مأموریت بوخته وه.



د اعلامیې له مخې، پیلوټ‌یې په دې پېښه کې وژل شوی دی.
د پاکستان د هوایي ځواکونو په اعلامیه کې د دې الوتکې د سقوط سیمه د بلوچستان ایالت مستونګ ته نږدې ښودل شوې، خو د پېښې د علت په اړه څه نه‌دي ویل شوي.
د دې پېښې د پلټنې لپاره یو پلاوی ټاکل شوی دی.
د راپورونو له مخې، په تېرو ۱۷ کلونو کې د پاکستان لږ تر لږه ۱۳ «F-7PG» ډوله الوتکې له‌منځه تللې دي.
د پاکستان هوایي ځواک څه باندې ۵۰ دا ډول الوتکې لري چې په چین کې جوړې شوې دي.
 


د مطلب کود: 178429

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/178429/د-پاکستان-په-بلوچستان-ایالت-کې-یوه-الوتکه-لوېدلې

آوا
  https://www.avapress.com