کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ټاکنو خپلواک کمیسیون د دریو نورو ولایتونو ولسي جرګې ټاکنې وروستۍ پایلې اعلان کړې

3 دلو 1397 ساعت 20:06

د ټاکنو خپلواک کمیسیون د دریو نورو ولایتونو د ولسي جرګې د ټاکنو وروستۍ پایلې هم اعلان کړې.



د دغه کمېسیون مرستیال ویاند ذبیح سادات د رسنیو سره په خبرو کې وویل چې پنجشېر، کاپیسا او سرپل هغه ولایتونه وو چې تېره ورځ‌يې د شکایتونو کمېسیون دوی ته لېست سپارلی او دوی يې له تخنیکي ارزونې وروسته نن وروستۍ پایلې اعلان کړې.
ښاغلی سادات وايي چې یوازې د سرپل په وروستیو پایلو کې بدلون راغلی او د دوو نورو یادو شویو ولایتونو لومړنی لېست د اعتبار وړ دی.
د یادولو ده چې له دې وړاندې هم د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د نهو نورو ولایتونو وروستۍ پایلې اعلان کړې وې.
ښاغلی سادات وايي چې ډېر ژر به د پاتې نورو ولایتونو د ولسي جرګې انتخاباتي وروستۍ پایلې هم اعلان شي.


د مطلب کود: 178438

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/178438/ټاکنو-خپلواک-کمیسیون-د-دریو-نورو-ولایتونو-ولسي-جرګې-ټاکنې-وروستۍ-پایلې-اعلان-کړې

آوا
  https://www.avapress.com