کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ذبیح الله مجاهد:

د اوربند یا د کابل ادارې سره د مذاکراتو د توافق راپورونه ورکړي هیڅ حقیقت نه لري

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 7 دلو 1397 ساعت 11:34

داچې ځینو رسنیو په یاده غونډه کې داوربند یا د کابل ادارې سره د مذاکراتو د توافق راپورونه ورکړي هیڅ حقیقت نه لري.


څرنګه چې له تیرو شپږ ورځو راپه دې خوا د قطر مرکز دوحه کې له امریکايي جهت سره د اسلامي امارت د مذاکراتي هېئت پرلپسې ناستې او خبرې روانې وي، نن مازدیګر  دغه ناستې پای ته ورسیدې.
د مذاکراتو په دې پړاو کې د ټاکل شوې اجنډاسره سم له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو په وتلو اونورو اړونده مهمو مسائلو بحث او پرمختګ وشو؛ داچې موضوعات درانه دي او زیات جراوبحث ته اړتیا لري؛ نو فیصله وشوه چې د ځينو لاینحله مسایلو پر سر به په راتلونکي کې نورې ورته غونډي هم جوړیږي، ترڅو پاته لاينحله مسائلو ته هم د حل مناسبه او مفیده لار پيدا کړل شي او هم دواړه طرفه د مجلس جریان له خپلو مشرانو سره شریک او هدایت ترلاسه کړي. 
د خبرو په جریان کي د اسلامي امارت واضح دریځ داو چې تر څو له افغانستانه د خارجي ځواکونو د وتلو موضوع حل نه شي په نورو برخو کې پرمختګ امکان نه لري.
په پای کې داسلامي امارت هیئت د تسهیلاتو د برابرولو په برخه کې د قطر هیواد له همکاري نه مننه وکړه.
داچې ځینو رسنیو په یاده غونډه کې داوربند یا د کابل ادارې  سره د مذاکراتو د توافق راپورونه ورکړي هیڅ حقیقت نه لري.  
 


د مطلب کود: 178625

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/178625/د-اوربند-یا-کابل-ادارې-سره-مذاکراتو-توافق-راپورونه-ورکړي-هیڅ-حقیقت-نه-لري

آوا
  https://www.avapress.com