د سمنګان والی ویاند وایی چی د طالبانو او سیمه ایز خلګو ترمنځ ددی ولایت دره صوف ولسوالی کې، نښته کې ۱۰ تنه غیری نظامیان په شهادت رسیدلی دی.
سمنګان ولایت دره صوف ولسوالی کې یو کلۍ باندی د طالبانو برید په ترڅ کې ۱۰ تنه غیری نظامیان په شهادت رسیدلی دی
16 دلو 1397 ساعت 12:10
د سمنګان والی ویاند وایی چی د طالبانو او سیمه ایز خلګو ترمنځ ددی ولایت دره صوف ولسوالی کې، نښته کې ۱۰ تنه غیری نظامیان په شهادت رسیدلی دی.
د آوا په ګزارش سره، احمد صدیق عزیزی، د سمنګان والی ویاند ددی پیښی په تایید سره ویلی دی چی دا پیښه یک شنبه شپه ۱۱ بجو په شاوخوا د دره صوف ولسوالی ګوله کلۍ کې رامنځته شوی دی.
د هغه په وینا، دا نښته هغه وخت شروع شوی چی طالبان د سیمې خلګو څخه وغوښته چی عشر او ذکات راټول کړی.
عزیزی و طلوع نیزو ته وویل: په دی نښته کې نږدی لس ساعته اوږده شوه، ۱۰ تنه د ګلوله کلۍ اوسیدونکې د یو ښځی په ګډون په شهادت رسیدلی او اته تنه نور ټپیان شوی دی.
هغه زیاته کړه: په دی نښته کې د طالبانو اوه جنګیدونکې هم وژل شوی دی.
د سمنګان والی ویاند په وینا، مرستندویه ځواکونه دوشنبه سهار سیمی ته اعزام شوی دی.
د مطلب کود: 179159