کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ازبکستان: د افغانستان د سولې خبرو لپاره ځای ورکولو ته چمتو یو

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 16 دلو 1397 ساعت 20:17

د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر وايي، د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د خبرو لپاره ځای ورکولو ته چمتو دی.



عبدالعزیز کمیل‌اف د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو عمومي منشي د ځانګړي استازي او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه ادارې له مشر تاداميچي ياماموتو سره په خبرو کې دا څرګندونه کړې.
د ازبکستان د بهرنيو چارو وزارت د اعلاميې له مخې ښاغلي کمیل‌اف وويل چې ازبک لوری چمتو دی د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سولې په اړه د مستقيمو خبرو لپاره په خپل هېواد کې ټول شرایط برابر کړي.
تاداميچي ياماموتو اوس‌مهال ازبکستان ته پر سفر تللی دی.
 


د مطلب کود: 179191

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/179191/ازبکستان-د-افغانستان-سولې-خبرو-لپاره-ځای-ورکولو-ته-چمتو-یو

آوا
  https://www.avapress.com