سرپل ولایت کې تیره شپه یو امنیتی پوسته باندی طالبانو برید په ترڅ کې ۳ تنه د امنیتی ځواکونو څخه شهید او ۱۰ تنه یی ټپیان شوی دی. یو امنیتی پوسته هم سقوط کړی دی.
په سرپل کې ۱۳ امنیتی ځواکونه شهید او ټپیان شوی دی
20 دلو 1397 ساعت 21:04
سرپل ولایت کې تیره شپه یو امنیتی پوسته باندی طالبانو برید په ترڅ کې ۳ تنه د امنیتی ځواکونو څخه شهید او ۱۰ تنه یی ټپیان شوی دی. یو امنیتی پوسته هم سقوط کړی دی.
محمد نور رحمانی؛ د سرپل ولایتی شورا رئیس د آوا خبرنګار سره په خبرو کې ددی پیښی تایید ترڅنګ وویل چی طالبان تیره شپه سرپل مرکز سیمو بغاوی کې امنیتی پوسته باندی د طالبانو تهاجمی برید شوی چی ددی پوستی سقوط لامل شوی دی.
هغه وویل چی نن د یو عملیات په ترڅ کې دا پوسته بیرته ونیول شو او طالبان شا تګ ته اړ شو.
رحمانی سرپل امنیتی وضعیت اندیښمند وبلل او زیاته کړه: که دا ولایت ته تازه نفس ځواکونه ونه استول شی او هوایی ملاتړ ترسره نه شی، په سرپل کې وضعیت نور هم بدتره کیږی.
سرپل د هیواد په شمال کې یو د ناامن ولایتونو څخه دی چی دولت مخالفین پکښی پراخ حضور لری.
د مطلب کود: 179347