د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني د مونیخ امنیتي کنفرانس په څنډه کې نن سهارد ترکیې د دفاع وزیر هلوسي اکارخپل حضور ته ومانه.
جمهوررئیس غني د ترکیې د دفاع وزیر خپل حضور ته ومانه
27 دلو 1397 ساعت 11:03
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني د مونیخ امنیتي کنفرانس په څنډه کې نن سهارد ترکیې د دفاع وزیر هلوسي اکارخپل حضور ته ومانه.
په دې کتنه کې دواړو لورو د امنیت، د ترهګرۍ ضد ګډې مبارزې او د پولیسو د روزنې په اړه بحث او خبرې وکړې.
د ترکیې د دفاع وزیر وویل، هیواد به یې له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې په ځانګړي ډول د پولیسو روزنې سره همکاریو ته ادامه ورکړي.
د هیواد جمهوررئیس په بېلابېلو برخو کې د ترکیې هیواد د دوامداره همکاریو قدرداني وکړه او وې ویل، په سیمه ییزه همکاري او همغږي کولی شي د تروریزم پدیده له منځه یوسي.
د مطلب کود: 179748