کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

مسعود اندرابی د کورنیو چارو سرپرست پولیس ځانګړو قطعو او امنیتی ځواکونو قوماندانانو ته د جګړی په ډګر کې د ترهګرو وژلو امر کړي

30 دلو 1397 ساعت 21:05

د کورنیو چارو سرپرست وزیر مسعود اندرابي خپلو امنیې قوماندانانو او د پولیسو ځانګړو قطعو ته امر کړی چې د جګړې په ډګر کې ترهګر ژوندي پرې نږدي.



سرچینه چې د نوم له ښودلو یې ډډه کړې رسنیو ته ویلي چې ښاغلي اندرابي نن د کورنیو چارو وزارت له منسوبینو سره په لومړۍ لیدنه کې د امنیتې قوماندانانو او د خاصو قطعو پولیسو ته امر ور کړ او ورته یې وویل چې د جکړې په ډګر ترهګر ووژنئ.
سرچینې زیاته کړې د کورنیو چارو سرپرست وزیر دغه څرګندونې نن د ولایتونو له امنیې قوماندانانو سره د وېدويي کنفرانس له لارې کړي دي.
 ښاغلي اندرابي ویلي چې سوله د سیاستونو کار دی، پولیس باید له دې وروسته له دفاعي حالته بریدیز حالت ته  ځان بدل ګړي.
نوموړي زیاته کړې” د ترورېستانو خولې ته وسپنیز ګوزار ورکړئ او هېڅ ترهګر د جنګ په میدان کې ژوندی مه پرېږدئ”.
په دې اړه کورنیو چارو کورنیو چارو وزارت په رسمي توګه څه نه دي ویلي.
 


د مطلب کود: 179997

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/179997/مسعود-اندرابی-د-کورنیو-چارو-سرپرست-پولیس-ځانګړو-قطعو-او-امنیتی-ځواکونو-قوماندانانو-ته-جګړی-په-ډګر-کې-ترهګرو-وژلو-امر-کړي

آوا
  https://www.avapress.com