کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

هرات، ارزګان او کاپیسا ولایتونو کې وسله والو طالبانو ته سخت مرګژوبله اوښتي او هغوی زندان له منځه وړل شوي

2 حوت 1397 ساعت 20:55

په هرات، ارزګان او کاپیسا ولایتونو کې د تېرې یوې اونۍ په لړ کې ۲۶ طالب وسله وال وژل شوي او د کاپیسا ولایت په تګاب ولسوالۍ کې په وسله والو پورې اړوند یو زندان له منځه وړل شوی دی.


د راپورونو له مخې د ارزګان ولایت په بیلابیلو سیمو کې له یوې اونۍ څخه په لږه موده کې د هوایي حملو په پایله کې ۲۱ وسله وال طالب جنګیالي وژل شوي.
په دغې خبر پاڼه کې راغلي چې افغان ځانګړو ځواکونو د هلمند په شینډنډ ولسوالۍ کې محاربوي عملیات ترسره کړي او په پایله کې یې ۳ طالب جنګیالي وژلي دي. د خبر پاڼې په حواله افغان ځانکړو قوتونو د کاپیسا ولایت په تګاب ولسوالۍ کې په وسله والو طالبانو پورې اړوند یو زندان په نښه کړی له منځه یې وړی او په دغې پیښه کې یې ۲ وسله وال وژلي دي.
 


د مطلب کود: 180127

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/180127/هرات-ارزګان-او-کاپیسا-ولایتونو-کې-وسله-والو-طالبانو-ته-سخت-مرګژوبله-اوښتي-هغوی-زندان-له-منځه-وړل-شوي

آوا
  https://www.avapress.com