د بادغیس چارواکي وایي، تېره شپه په بالامرغاب ولسوالۍ کې د کومانډو ځواکونو په عملیاتو کې درې تنه طالبان نیول شوي او لس نور وژل شوي دي.
بادغیس ولایت کې وسله والو طالبانو ته سخت مرګژوبله اوښتي
4 حوت 1397 ساعت 20:57
د بادغیس چارواکي وایي، تېره شپه په بالامرغاب ولسوالۍ کې د کومانډو ځواکونو په عملیاتو کې درې تنه طالبان نیول شوي او لس نور وژل شوي دي.
د بادغیس د والي ویاند جمشېد شهابي په دی اړه وویل چې په نیول شویو کې د طالبانو یو قوماندان هم شامل دی.
دی وایي: ث
ښاغلي شهابي وویل، د دغه قوماندان پر قرارګاه دا عملیات د شپې پر ۱۱ نیمو بجو پیل او تر دوو بجو یې دوام وکړ.
د بادغیس چارواکي وایي، په دې عملیاتو کې افغان ځواکونو ته زیان نه دی رسېدلی.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د مطلب کود: 180214