د بادغیس د والي ویاند جمشېد شهابي په دی اړه وویل چې په نیول شویو کې د طالبانو یو قوماندان هم شامل دی.
دی وایي:
ث
ښاغلي شهابي وویل، د دغه قوماندان پر قرارګاه دا عملیات د شپې پر ۱۱ نیمو بجو پیل او تر دوو بجو یې دوام وکړ.
د بادغیس چارواکي وایي، په دې عملیاتو کې افغان ځواکونو ته زیان نه دی رسېدلی.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.