نن د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په مشرۍ د امریکايي پلاوي او طالب استازیو د رسمي خبرو دوهمه ورځ ده.
نن د امریکايي پلاوي او طالب استازیو د رسمي خبرو دوهمه ورځ ده
د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 8 حوت 1397 ساعت 12:58
نن د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په مشرۍ د امریکايي پلاوي او طالب استازیو د رسمي خبرو دوهمه ورځ ده.
دوی پرون هم له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو او امریکا ته د دې ډاډ په ورکولو بحث کړی چې د افغانستان له خاورې به د برید لپاره استفاده نه کېږي.
اسوشیټېد پرېس اژانس رپوټ ورکړی چې امریکایي پلاوی او طالبان له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو په اړه یو توافق ته نږدې شوي.
د دوی خبرې به سبا هم روانې وي
د مطلب کود: 180424