دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۸ حوت ۱۳۹۷ ساعت ۱۲:۵۸
د مطلب کود : 180424
نن د امریکايي پلاوي او طالب استازیو د رسمي خبرو دوهمه ورځ ده
نن د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد په مشرۍ د امریکايي پلاوي او طالب استازیو د رسمي خبرو دوهمه ورځ ده.

دوی پرون هم له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو او امریکا ته د دې ډاډ په ورکولو بحث کړی چې د افغانستان له خاورې به د برید لپاره استفاده نه کېږي.
اسوشیټېد پرېس اژانس رپوټ ورکړی چې امریکایي پلاوی او طالبان له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو په اړه یو توافق ته نږدې شوي.
د دوی خبرې به سبا هم روانې وي
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcew78zejh8vei.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته