کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ټاکل شوي چی دوحه کې به د طالب نمایندګانو او زلمی خلیلزاد ترمنځ خبری اتری د سره پیل شی

9 حوت 1397 ساعت 11:08

ټاکل شوې ده چې د قطر په پلازمېنه دوحه کې د طالبانو او د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت د ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد ترمنځ د سولې خبرې د شنبې په ورځ بیا له سره پیل شي.



په قطر کې د طالبانو د دفتر یوه استازي چې نه‌یې غوښتل نوم یې واخېستل رسنیو ته  ویلي چې نن او سبا مو د استراحت ورځې اعلان کړي دي او په‌دې دوو ورځو کې له خپلو مشرانو سره سلا مشوره کوو.
دا پنځم ځل دی چې زلمی خلیل‌زاد او د طالبانو استازي غونډې کوي.
روانې خبرې د دوشنبې په ورځ پیل شوې او تر اوسه د غونډې د برخه والو په وینا دومره ویل شوي دي چې خبرې ګټورې دي، خو نور تفصیل نه‌دی ورکړل شوی.


د مطلب کود: 180494

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/180494/ټاکل-شوي-چی-دوحه-کې-د-طالب-نمایندګانو-او-زلمی-خلیلزاد-ترمنځ-خبری-اتری-سره-پیل-شی

آوا
  https://www.avapress.com