کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

هیواد بیلابیلو ولایتونو کې ۳۹ تنه وسله وال وژل شوي

9 حوت 1397 ساعت 17:19

نظامي چارواکی وایي، په ننګرهار، غزني، وردګ، ارزګان، تخار، لوګر، پکتیا، هلمند اوهرات ولایتونو کې یې د بیلابیلو هوایي بریدونو پر مهال ۳۹ طالب وسله وال وژلي او یو شمېر نور یې ټپیان کړي دي.



د دغې خبر پاڼې له مخې د هرات ولایت په شین ډنډ ولسوالۍ کې د یوه برید پر مهال ۱۲ طالب وسله وال وژل شوي او شپږ ماینونه له منځه وړل شوي دي.
خبر پاڼه زیاتوي، د ارزګان په ولایت کې افغان ځانګړو ځواکونو برید تر سره کړی چې په پایله کې یې ۱۲ طالب وسله وال وژلي دی.
د خبر پاڼې په حواله، د غزنې په قرباغ کې ۳، په وردګو کې ۱، په تخار کې ۲، په پکتیا کې ۳، په هلمند کې ۴، او په ننګرهار کې ۲ طالب جنګیالي وژل شوي دي.
په دغو بریدونو کې یو شمېر طالب وسله ټپیان شوي او د دوی له لوري ځای پر ځای شوي ماینونه له منځه وړل شوي دي.
 


د مطلب کود: 180522

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/180522/هیواد-بیلابیلو-ولایتونو-کې-۳۹-تنه-وسله-وال-وژل-شوي

آوا
  https://www.avapress.com