دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۹ حوت ۱۳۹۷ ساعت ۱۷:۱۹
د مطلب کود : 180522
هیواد بیلابیلو ولایتونو کې ۳۹ تنه وسله وال وژل شوي
نظامي چارواکی وایي، په ننګرهار، غزني، وردګ، ارزګان، تخار، لوګر، پکتیا، هلمند اوهرات ولایتونو کې یې د بیلابیلو هوایي بریدونو پر مهال ۳۹ طالب وسله وال وژلي او یو شمېر نور یې ټپیان کړي دي.

د دغې خبر پاڼې له مخې د هرات ولایت په شین ډنډ ولسوالۍ کې د یوه برید پر مهال ۱۲ طالب وسله وال وژل شوي او شپږ ماینونه له منځه وړل شوي دي.
خبر پاڼه زیاتوي، د ارزګان په ولایت کې افغان ځانګړو ځواکونو برید تر سره کړی چې په پایله کې یې ۱۲ طالب وسله وال وژلي دی.
د خبر پاڼې په حواله، د غزنې په قرباغ کې ۳، په وردګو کې ۱، په تخار کې ۲، په پکتیا کې ۳، په هلمند کې ۴، او په ننګرهار کې ۲ طالب جنګیالي وژل شوي دي.
په دغو بریدونو کې یو شمېر طالب وسله ټپیان شوي او د دوی له لوري ځای پر ځای شوي ماینونه له منځه وړل شوي دي.
 
https://avapress.com/vdcdxz0fxyt0jk6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته