کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

اسدالله خالد: افغانستان ملي دفاعي امنیتی ځواکونه اور دفاعي حالت کې نه ده

10 حوت 1397 ساعت 20:05

د ملي دفاع سرپرست وزیر اسد الله خالد وایي چې د افغانستان ملي دفاعي امنیتي ځواکونه اوس له دفاعي حالت څخه راوتلي په تعرضي حالت کې دي، د دښمن پر ځالو او پټن ځایونو یې مرګوني ځمکني او هوایي بریدونه ترسره کړي دي.



د ملي دفاع وزارت له لوري خپره اعلامیه کې ویل شوي چې د دفاع سرپرست وزیر اسد الله خالد پرون د حوت په نهمه د ملي امنیتي ځواکونو د نمانځې په په غونډه کې دغه څرګندونې کړې دي.
د خبر پاڼې په حواله د دفاع سرپرست وزیر زیاته کړې چې د ملي اردو د اکمال او هوایي تجهیز په موخه یې لازم تدابیر نیول دي ښاغلي خالد ویلي” په هره اندازه چې زمونږ دفاعي او امنیتي قوتونه پیاوړي شي په هغې اندازه د د دښمن پلانونه له ناکامۍ سر مخامخ کوي. د ملسح قوتونو د اعلې سر قوماندان، نورو دولتي بنسټونو او نړېوالې ټولنې غوڅ ملاتړ د دې مانا لري چې مونږ په دې مبازره کې بریالي یو”.
د خبر پاڼې له مخې د ملي امنیتي ځواکونو د ورځې د نمانځنې په مراسمو کې د ملي دفاع وزارت سرپرست وزیر ولسمشر او د افغانتستان خلکو ته ډاډ ورکړی چې د دښمن هر ډول احتمالي بریدنو ته چمتو دي.
 


د مطلب کود: 180550

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/180550/اسدالله-خالد-افغانستان-ملي-دفاعي-امنیتی-ځواکونه-اور-حالت-کې-نه-ده

آوا
  https://www.avapress.com