کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د افغانستان حکومت له فلسطینيو کډوالو سره یو میلیون امریکایي دالر مرسته کړې

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 11 حوت 1397 ساعت 21:24

د بهرنیو چارو وزارت په ډاګه کړې، چې د افغانستان حکومت له فلسطینیو کډوالو سره د یو میلیون امریکايي دالرو مرسته کړې ده.



د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني په ملګروملتونو کې د اسلامي همکاریو سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو د شورا په ۴۶ ناستې په څنډه کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني د فلسطینیو کډوالو د مرستو له کمیسار پیري کروهنبهول سره لیدلي او ښاغلي کروهنبهول ویلي، چې دا مرستې به د فلسطینيو ماشومانو د ښوونې او روزنې په برخه کې ولګول شي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې یاد دالر به د ملګرو ملتونو لپاره د فلسطینیو کډوالو ادارې ته ورکړ شي.
د یادونې وړ ده، چې د جمعې پر ورځ په ترکیه کې د افغان سفارت له لارې یو میلیون دالر د ملګرو ملتونو بانکي حساب ته لیږل شوي دي.
 


د مطلب کود: 180640

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/180640/د-افغانستان-حکومت-له-فلسطینيو-کډوالو-سره-یو-میلیون-امریکایي-دالر-مرسته-کړې

آوا
  https://www.avapress.com