کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

عادلې راز د ملګرو ملتونو سازمان سرمنشي ته خپل اعتبارلیک وسپاره

18 حوت 1397 ساعت 14:25

ملګرو ملتونو سازمان کې د افغانستان نوې دایمي استازې عادلې راز د دغه سازمان سرمنشي ته خپل اعتبارلیک وسپاره.



مېرمن راز، د جمعې په ورځ (د کب په ۱۷مه) خپل اعتبارلیک د ملګرو ملتونو سازمان سرمنشي انټونیو ګوټېرش ته وسپاره. او په رسمي توګه یې خپل کار پیل کړ.
دا د افغانستان د ډيپلوماسۍ په تاریخ کې لومړی ځل دی چې، ملګرو ملتونو سازمان کې د افغانستان دایمي استازې یوه مېرمن ګومارل کېږي - هغه ګام چې د ښځو د حقونو فعالانو له خوا یې هرکلی کېږي.
هغه له دې مخکې د بهرنیو چارو وزارت مرستیاله وه.
له دې مخکې د ملګرو ملتونو سازمان کې د افغانستان دایمي استازی محمود صیقل و.
 


د مطلب کود: 181044

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/181044/عادلې-راز-د-ملګرو-ملتونو-سازمان-سرمنشي-ته-خپل-اعتبارلیک-وسپاره

آوا
  https://www.avapress.com