مېرمن راز، د جمعې په ورځ (د کب په ۱۷مه) خپل اعتبارلیک د ملګرو ملتونو سازمان سرمنشي انټونیو ګوټېرش ته وسپاره. او په رسمي توګه یې خپل کار پیل کړ.
دا د افغانستان د ډيپلوماسۍ په تاریخ کې لومړی ځل دی چې، ملګرو ملتونو سازمان کې د افغانستان دایمي استازې یوه مېرمن ګومارل کېږي - هغه ګام چې د ښځو د حقونو فعالانو له خوا یې هرکلی کېږي.
هغه له دې مخکې د بهرنیو چارو وزارت مرستیاله وه.
له دې مخکې د ملګرو ملتونو سازمان کې د افغانستان دایمي استازی محمود صیقل و.