کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

جرمني: لاسته راوړنې باید د افغان سولې د خبرو قرباني نه‌شي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 21 حوت 1397 ساعت 11:19

د جرمني د بهرنیو چارو وزیر وایي، په افغانستان کې د څو کلونو لاسته راوړنې باید د سولې د خبرو قرباني نه‌شي.



هایکو ماس پرون په کابل کې د افغانستان له اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله سره په کتنه کې په‌دې هېواد کې په بېلابېلو په تېره بیا د ښځو د حقونو، د رسنیو د ازادي او د بشري حقوقو په برخو کې د لاسته راوړنو پر ساتلو ټینګار وکړ.
د اجرائیه ریاست له‌خوا د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې ښاغلي ماس دغه راز ویلي چې له طالبانو سره د سولې خبرې به هله نتیجه ورکړي چې دا ډله د افغانستان له حکومت سره مخامخ خبرو ته کیني.
طالبانو د مخامخ خبرو د پیلېدو لپاره د افغانستان د حکومت پرله‌پسې غوښتنې رد کړې او دا حکومت یې د امریکا لاس پوڅۍ بللی دی.
د طالبانو استازیو تراوسه پورې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له ځانګړي استازي سره څو ځلي خبرې کړي چې پنځم پړاو یې اوس په قطر کې روان دی.


د مطلب کود: 181294

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/181294/جرمني-لاسته-راوړنې-باید-د-افغان-سولې-خبرو-قرباني-نه-شي

آوا
  https://www.avapress.com