کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ولسمشر غنی د باکو نړیوال مجمع کې ګډون لپاره اذربایجان ته لاړ

22 حوت 1397 ساعت 20:08

افغان ولسمشر محمد اشرف غني له یو لوړرتبه پلاوي سره د باکو په نړیواله مجمع کې د ګډون په نیت اذربایجان ته لاړ.



د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، ولسمشر غني به اذربایجان ته د سفر پرمهال د باکو په نړیواله مجمع کې د خپلو څرګندونو ترڅنګ، په سیاسي، اقتصادي، او فرهنګي برخو کې د هغه هېواد له چارواکو سره هم خبرې وکړي.
د ولسمشر د ویاند مرستیال شاه حسین مرتضوي رسنیو ته په دی اړه وویل، ولسمشر به د اذربایجان مرکز باکو ته د خپل سفر پرمهال په بېلابېلو برخو کې له هغه هېواد سره یو لړ هوکړې هم لاسلیک کړي.

ده وویل: ولسمشر به په دغه سفر کې د اذربایجان له جمهور رئیس الهام علي یوف سره وویني او د دواړو هېوادونو ترمنځ به په لا همکاریو او سیمه ییزو موضوعګانو نظرونه سره شریک کړي، همدارنګه به د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ او د دواړو هېوادونو ترمنځ د ریل ګاډي د پټلۍ په جوړولو هم هوکړې لاسلیک کړي.
دی وایي، ښاغلی غني به په اذربایجان کې د (نظامي ګنجوي) نړیواله جایزه هم تر لاسه کړي.


د مطلب کود: 181407

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/181407/ولسمشر-غنی-د-باکو-نړیوال-مجمع-کې-ګډون-لپاره-اذربایجان-ته-لاړ

آوا
  https://www.avapress.com