کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

هیواد بیلابیلو ولایتونو کې طالبانو ته درنه مرګژوبله اوښتی

23 حوت 1397 ساعت 17:42

نظامي چارواکي وايي، د ځانګړو ځواکونو په هوایي بریدونو او ځمکنیو حملو کې، د افغانستان په بلخ، کاپیسا، هلمند او ارزګان ولایتونو کې، د دغې ډلې د دریو قومندانو په ګدون نږدې ۶۰ تنه یې وژلي.


د سرچینو له مخې د کاپیسا ولایت په ساپي ولسوالۍ کې هوایي حمله ترسره شوې، د امان الله په ګډون د دغې ډلې درې تنه قومندانان پکې وژل شوي دي.
 همدارنګه افغان ځانګړو ځواکونو د بلخ ولایت په چمتال ولسوالۍ کې هوایي برید ترسره کړی ۷ طالب وسله وال یې وژلي دی.
 ځانګړو ځواکونو په ارزګان کې هم د یوه بل برید په پایله کې ۱۵ طالب وسله وال وژلي او ۵۰ کیلو ګرامه چاودیدونکي توکی او د وسلو یو وړوکی زیرمتون یې له منځه وړی دی.
دغه راز د هلمند په ناد علي کې، ۱۱ طالب جنګیالي، د دغو ولایت په نهر سراج او سنګین  ولسوالیو کې ۱۵ طالب جګړه ماران وژل شوي دي.
 


د مطلب کود: 181466

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/181466/هیواد-بیلابیلو-ولایتونو-کې-طالبانو-ته-درنه-مرګژوبله-اوښتی

آوا
  https://www.avapress.com