دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۳ حوت ۱۳۹۷ ساعت ۱۷:۴۲
د مطلب کود : 181466
هیواد بیلابیلو ولایتونو کې طالبانو ته درنه مرګژوبله اوښتی
نظامي چارواکي وايي، د ځانګړو ځواکونو په هوایي بریدونو او ځمکنیو حملو کې، د افغانستان په بلخ، کاپیسا، هلمند او ارزګان ولایتونو کې، د دغې ډلې د دریو قومندانو په ګدون نږدې ۶۰ تنه یې وژلي.
د سرچینو له مخې د کاپیسا ولایت په ساپي ولسوالۍ کې هوایي حمله ترسره شوې، د امان الله په ګډون د دغې ډلې درې تنه قومندانان پکې وژل شوي دي.
 همدارنګه افغان ځانګړو ځواکونو د بلخ ولایت په چمتال ولسوالۍ کې هوایي برید ترسره کړی ۷ طالب وسله وال یې وژلي دی.
 ځانګړو ځواکونو په ارزګان کې هم د یوه بل برید په پایله کې ۱۵ طالب وسله وال وژلي او ۵۰ کیلو ګرامه چاودیدونکي توکی او د وسلو یو وړوکی زیرمتون یې له منځه وړی دی.
دغه راز د هلمند په ناد علي کې، ۱۱ طالب جنګیالي، د دغو ولایت په نهر سراج او سنګین  ولسوالیو کې ۱۵ طالب جګړه ماران وژل شوي دي.
 
https://avapress.com/vdcb08b80rhbwap.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته