کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

مقدسه یورش د سوداګرۍ او صنایعو وزارت د سوداګرۍ مرستیالې په توګه وټاکل شوه

4 حمل 1398 ساعت 18:59

ځوانه مېرمن مقدسه یورش، د سوداګرۍ او صنایعو وزارت د سودا ګرۍ د مرستیالې په توګه په دنده ګمارل شوې ده.


 

اغلې یورش دماسترۍ سند د امریکا متحده ایالاتو له اکرن پوهنتون څخه د سودا ګریز مدیریت په څانګه کې اخیستی او لیسانس سند یې دهندوستان له پونې پوهنتون څخه د اقتصاد په څانګه کې تر لاسه کړی دی.

میرمن مقدسه یورش تردې مخکې په اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو کمیسیون کې کمیشنره وه.

اغلې یورش اداري اصلاحاتو کمیسیون ته د کمیشنرې په توګه تر راتګ مخکې په کابل ښاروالۍ کې د بشري سرچینو د رئیسې په توګه دنده پر مخ بیولې ده.


د مطلب کود: 181984

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/181984/مقدسه-یورش-د-سوداګرۍ-او-صنایعو-وزارت-مرستیالې-په-توګه-وټاکل-شوه

آوا
  https://www.avapress.com