کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

کورنیو چارو وزارت: تر څو چې سوله نوي شوې، د وسلوالو پر وړاندې په پریکنده توګه جګړې ته دوام ورکوي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 12 حمل 1398 ساعت 14:45

د کورنیو چارو وزارت سرپرست مسعود اندرابي وویل چې، سولې ته رسېدو پورې به د هیواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو او وسلوالو ترمنځ سوله شتون نلري او په پریکنده توګه جګړې ته دوام ورکوي.



د کورنیو چارو وزارت سرپرست مسعود اندرابي، د دفاع وزارت سرپرست اسدالله خالد، د ملي امنیت عمومي رییس محمد معصوم ستانکزي، په افغانستان کې د ائتلافي ځواکونو عمومي قومندان جنرال سکات میلر او د ناتو ملکي استازي نیکولایس پرون د هیواد د امنیتي وضعیت د څیړلو په موخه ناسته وکړه.
د کورنیو چارو وزارت د سرپرست په وینا، په دغه غونډه کې ټینګار وشو چې سولې ته تر رسیدو به ، د وسله والو مخالفینو له ځپلو پرته بل هیڅ پروګرام تر لاس لاندې نه وي.
مسعود اندرابي وویل چې، د غوڅ ملاتړ ماموریت ځواکونو هم ژمنه کړې چې سولې ته تر رسیدو، د جګړې په ډګرونو کې به د هیواد د پوځیانو ملاتړ وکړي.
مسعود اندرابي وویل چې، امنیتي بنسټونو د هېواد پوځیانو د پوستو موثریت څېړلی او له دغه پوستو څخه به د ملاتړ او اکمال څرنګوالي په اړه مشخصه خپرونه په پام کې ونیول شي.
همهاله د ملي دفاع وزارت چارواکو وویل چې، د طالبانو په مورچلو باندې د پوځ امنیتي ځواکونو یرغلیز بریدونو زور اخیستی او په تیرو څلور ویشت ساعتونو کې د یادې ډلې شاوخوا ډیرش کسان له امنیتي ځواکونو سره د نښتې پرمهال وژل شوي دي.
 


د مطلب کود: 182489

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/182489/کورنیو-چارو-وزارت-تر-څو-چې-سوله-نوي-شوې-د-وسلوالو-پر-وړاندې-په-پریکنده-توګه-جګړې-ته-دوام-ورکوي

آوا
  https://www.avapress.com