دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۲ حمل ۱۳۹۸ ساعت ۱۴:۴۵
د مطلب کود : 182489
کورنیو چارو وزارت: تر څو چې سوله نوي شوې، د وسلوالو پر وړاندې په پریکنده توګه جګړې ته دوام ورکوي
د کورنیو چارو وزارت سرپرست مسعود اندرابي وویل چې، سولې ته رسېدو پورې به د هیواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو او وسلوالو ترمنځ سوله شتون نلري او په پریکنده توګه جګړې ته دوام ورکوي.

د کورنیو چارو وزارت سرپرست مسعود اندرابي، د دفاع وزارت سرپرست اسدالله خالد، د ملي امنیت عمومي رییس محمد معصوم ستانکزي، په افغانستان کې د ائتلافي ځواکونو عمومي قومندان جنرال سکات میلر او د ناتو ملکي استازي نیکولایس پرون د هیواد د امنیتي وضعیت د څیړلو په موخه ناسته وکړه.
د کورنیو چارو وزارت د سرپرست په وینا، په دغه غونډه کې ټینګار وشو چې سولې ته تر رسیدو به ، د وسله والو مخالفینو له ځپلو پرته بل هیڅ پروګرام تر لاس لاندې نه وي.
مسعود اندرابي وویل چې، د غوڅ ملاتړ ماموریت ځواکونو هم ژمنه کړې چې سولې ته تر رسیدو، د جګړې په ډګرونو کې به د هیواد د پوځیانو ملاتړ وکړي.
مسعود اندرابي وویل چې، امنیتي بنسټونو د هېواد پوځیانو د پوستو موثریت څېړلی او له دغه پوستو څخه به د ملاتړ او اکمال څرنګوالي په اړه مشخصه خپرونه په پام کې ونیول شي.
همهاله د ملي دفاع وزارت چارواکو وویل چې، د طالبانو په مورچلو باندې د پوځ امنیتي ځواکونو یرغلیز بریدونو زور اخیستی او په تیرو څلور ویشت ساعتونو کې د یادې ډلې شاوخوا ډیرش کسان له امنیتي ځواکونو سره د نښتې پرمهال وژل شوي دي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdch6inzw23n6kd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته