کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

بلخ پولیسو قومانده:

حکومت مسلح مخالفین او مسلح غیرمسئول کسان د ناامنیو لاملین دی

17 حمل 1398 ساعت 17:07

بلخ پولیسو قوماندان وایی چی حکومت مسلح مخالفینو تخریبی فعالیتونو ترڅنګ غیری مسئول مسلح کسانو شتون نور هم تخریب کوونکې دی.



د آوا په ګزارش سره، عبدالرقیب مبارز د بلخ ولایت پولیسو قوماندان د آوا خبرنګار سره په خبرو کې وویل چی دولت مسلح مخالفینو او غیری مسئول مسلح کسانو حضور بلخ کې د ناامنی ترټولو لوی عامل بلل کیږی.
هغه ټینګار وکړ چی په دومره وخت کې چی ما د بلخ پولیسو قوماندی په حیث دنده ترسره کړی پوه شوی یم چی حکومت مخالفین او مسلح غیرمسئول کسان مزارشریف او ټول بلخ کې د ناامنی لوی عوامل دی.
هغه وویل چی حکومت مسلح مخالفین د افغانستان ناامنه کولو په برخه کې فعالیت کوی او دا ټولو لپاره څرګنده ده خو قتل، اختطاف، غلا او زور وینه د غیری مسئول مسلح کسانو له لوری صورت نیسی.
هغه وویل چی بلخ پولیس د برنامه په اساس خپل چلند د مسلح غیری مسئول کسانو په وړاندی د مزارشریف څخه به شروع کړی او دا پروسه به ولسوالیو دننه هم ورسیږی.
یادولو وړ دی چی بلخ پولیسو قوماندان د ۲۳ میل مختلف النوح اسلحو او مهماتو تسلیم مراسمو کې د دایاګ په پروسه کې ګډون کړی وو.


د مطلب کود: 182768

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/182768/حکومت-مسلح-مخالفین-او-غیرمسئول-کسان-د-ناامنیو-لاملین-دی

آوا
  https://www.avapress.com